په خیبرپښتونخوا کې وسله‌والو یو ځايي مشر وژلی

ارشیف: په خیبرپښتونخوا کې پولیس د یوې پېښې ټپیان روغتون ته لېږدوي.

په خیبرپښتونخوا کې ناپېژندو وسله‌والو یو ځايي مشر وژلی دی.

د خیبرپښتونخوا د بنو په جاني‌خېلو سیمه کې ناپېژندو وسله‌والو د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی او یو ولسي مشر ډاکتر نور محمد پرون ماښام په یوه هدفي برید کې وژلی دی.

د سیمې اوسېدنکو د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، نوموړی له خپل کلینیک څخه کور ته پر لار و چې مخ پټو وسله‌والو پرې برید وکړ.

د دوی په خبره، بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

تراوسه پر نور محمد چا د برید مسوولیت نه دی منلی، خو په خیبرپښتونخوا په ځانګړي توګه په شمالي وزیرستان کې له وروستیو څو کلونو راهیسې هدفي بریدونه روان دي.

د راپورنو له مخې، په روان کال کې په شمالي وزیرستان کې ۳۱ هدفي بریدونه شوي چې ولسي مشران، مدني فعالان، سیاستوال، دیني عالمان او حکومتي چارواکې په کې په نښه شوي دي.