د کرکټ ملي لوبډلې لپاره مرستیال روزونکی ټاکل شوی

هندی راما کریشنا شریدر د سویلي افریقا او نیوزیلینډ پر وړاندې راتلونکو لوبلړيو ته د افغان ملي لوبډلې مرستیال روزونکی ټاکل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه اعلان کې ویلي چې د ملي لوبډلې لپاره یې نوی مرستیال روزونکی ټاکل دی.

د اګست په ۲۱مه نېټه د بورډ په اعلان شوي خبر کې راغلي، هندی راما کریشنا شریدر د سویلي افریقا او نیوزیلینډ پر وړاندې راتلونکو لوبلړيو ته د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی ټاکل شوی دی.

شریدر د کرکټ روزنې په برخه کې اوږده مخینه لري چې د هندوستان له ملي لوبډلې سره یې د فیلډېنګ په برخه کې د روزونکي دنده هم ترسره کړې ده.

کرکټ بورډ لیکلي: "د هندوستان ۵۴ کلن پخواني لوبغاړي راما کریشنا شریدر په ۳۵ فرسټ کلاس لوبو کې ۵۷۴ منډې او ۹۱ ویکټې ترلاسه کړې دي، همداراز یې په ۱۵ لېست اې لوبو کې ۶۹ منډې او ۱۴ ویکټې په خپل نوم کړې دي."

د ویلو ده چې پخوا د افغانستان په ملي لوبډله کې د مرستیال روزونکي دنده رییس احمدزي او نوروز منګل ترسره کړې ده.