د سالنګ لویه لار د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه

د سالنګ لویې لارې یوه څنډه

سر له ننه د سالنګ لویه لار د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند اشرف حق شناس نن پر خپلې ایکس‌پاڼې یا پخواني ټویټر ویلي: "د سالنګونو د لویې لارې د درېیو برخو د کانکرېټ اچونې چارې پیل شوې چې د چټکتیا په موخه به يې دا لار سر له ننه د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ تړلي وي، خو کوچني مسافر وړونکې موټر کولی شي تګ راتګ وکړي."

د دې وزارت په خبره، د کار تر بشپړېدو پورې به لار تړلې وي.

د سالنګ لویه لار د هېواد یو له مهمو سوادګریزو او اقتصادي لارو څخه ګڼل کېږي چې د افغانستان نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره وصلوي.

د دې لویې لارې د بیارغولو چارې تېر کال د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت له‌خوا پیل شوې او تمه ده چې سږ کال به پای ته ورسېږي.