طالبانو له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د څه باندې ۲۰۰ کورنیو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی

ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کورنۍ

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس وايي، له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲۰۰ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوي دي.

دې اژانس نن پر خپلې ایکس‌پاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي، پرون د تورخم له لارې ۳۶، د سپین بولدک له لارې ۲۲، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۶۵ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۸۱ کورنۍ بېرته افغانستان ته راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پرون د اګست۲۱مه په یوه راپور کې ویلي: "د روان کال د مارچ میاشتې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی."

د دې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۳م کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۴م کال تر جولای پورې څه باندې شپږ لکه او درې اتیا زره (۶۸۳۰۰۰) افغان کډوال له پاکستانه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت د تېر کال په نومبر کې له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.