پاکستاني چارواکي: وسله‌والو په پنجاب کې د یوه ښوونځي دوه زده‌کوونکي وژلي

ارشیف: پاکستاني پولیس د یوې پېښې د څېړنې پر مهال

د پاکستان پولیس او چارواکي وایي، ناپېژنده وسله‌والو نن په پنجاب کې د ښوونځي د زده‌کوونکو پر یوه موټر ډزې کړي چې دوه ماشوم زده‌کوونکي یې وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي دي.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي، داسې بریښي چې د موټر چلونکی چې د ټپيانو په ډله کې دی، د برید کوونکي هدف و.

د محلي پولیسو یوه چارواکي محمد شکیل اژانس ته ویلي، لومړنۍ څېړنې یې ښيي چې موټر چلونکي له برید کوونکي سره شخصي دښمني لرله، خو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

تراوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او نورو چارواکو دا برید غندلی دی.