غزې شمال کې د اسراییل برید؛ لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د غزې په شمال کې د اسراییلو په یوه برید کې د لږترلږه ۱۱ کسانو د وژلو راپور ورکړل شوی دی.

د فلسطین رسمي خبري اژانس WAFA راپور ورکړی چې دغه برید نن پنجشنبه سهار وختي په بیت لاهیا ښار کې شوی دی.

د راپور له مخې برید پر یوې هستوګنیزې ودانۍ شوی دی.

په غزه کې د اسراییل نننی برید داسې مهال ترسره کېږي چې سپینې ماڼۍ پرون وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره د غزې په اوربند خبرې کړي دي.

تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ بلېنکن وویل چې اسراییل له حماس سره د اوربند او د برمته شویو اسرایلیانو د خلاصون په سر د یوې هوکړې وړاندیز منلی دی.

حماس چې له تېرو لسو میاشتو راهیسې په غزه کې له اسراییلي ځواکونو سره په جګړه اوښتی، د امریکا او اروپایي ټولنې له‌خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي.