ګروسي د روسیې په کورسک کې له اټومي بټۍ څخه د کتنې لپاره چمتووالی وښود

د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي تایید کړې چې چمتو دی د روانې اګست میاشتې په پای کې د روسیې په کورسک سیمه کې له اټومي بټۍ څخه کتنه ترسره کړي.

دا خبره د دې وزارت ویاندې ماریا زاخاروا پرون چهارشنبې په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.

د روسیې دفاع وزارت تېره اوونۍ اوکراین تورن کړ چې پلان لري پر دې سیمې د برید په ترڅ کې پر اټومي بټۍ هم برید وکړي، هغه ادعا چې کییف رد کړې ده.

اوکرایني ځواکونو د اګست په شپږمه د روسیې پر کورسک سیمې پراخ برید وکړ چې د اوکرایني چارواکو په وینا، تراوسه یې د دې سیمې ډېره برخه په ولکه کې ده.

د راپورونو له مخې، کریملین په دې باور دی چې له کورسک سیمې د اوکرایني ځواکونو د ایستلو لپاره عملیات ښایي میاشتې وخت ونیسي.

د راپورونو له مخې اوکرایني ځواکونو په کورسک کې څه باندې ۱۲۶۰ کیلومتره مربعه ساحه او ۹۲ مېشت ځایونه نیولي دي.