د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، له ترکمنستان سره د افغانستان اړیکې په مختلفو برخو کې د پیاوړتیا په حال کې دي.
هغه دغه څرګندونې پرون چهارشنبې ترکمنستان پولې ته څېرمه په تورغنډۍ کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشيد مردوف په مشرۍ له پلاوي سره په کتنه کې وکړې.
هغه وویل: "الحمدالله زموږ او د دوی اړیکې هم ښې دي او په اقتصادي برخه کې، په سیاسي برخه کې، په ټولو برخو کې، په امنیتي برخه کې ښه همکاري موجوده ده. موږ امېد لرو چې ډېر ژر به زموږ هېوادوال له ډېرو لویو لویو پروژو زیري واوري او انشاالله ډېر سهولتونه به ورسره رامنځته شي."
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې د متقي د خبرو د یوې برخې ترڅنګ دغه راز لیکلي چې د دواړو لورو پلاوو چې په ترکیب کې یو شمېر وزیران شامل وو، په تورغنډۍ کې د وسپنې پټلۍ له سټېشن، او ګډې پولې یوې او بلې غاړې ته د ټاپي نلليکې او د ټاپ د برښنا له لویو پروژوڅخه ليدنه وکړه او د ټاپي نلليکې د کار عملي پيل لپاره يې د دواړو خواوو چمتووالي وارزول.
د بیان له مخې، مردوف وويل، هېواد يې بشپړه ژمنتيا لري چې ډېر ژر د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پيل ترڅنګ د وسپنې پټلۍ او سټېشن د رغولو چارې هم پيل شي.