فوټبال؛ د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د مرکزي اسیا پایلوبې ته لار پیدا کړه

د افغانستان د اولس کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي

د اسیا فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس د افغانستان د اولس کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا "کافا" سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د افغانستان د اولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د اکست په ۲۱مه نېټه د کابل پر وخت ماسختن ۹:۰۰ بجې د تاجکستان لوبډلې ته په یاد هېواد کې ۱-۰ ماتې ورکړه.

افغانستان د ساحل سروري د ګول پر مټ پایلوبې ته ورسېد.

په پلان کې ده چې افغان لوبډله به د ازبکستان پر وړاندې پایلوبه ولوبوي.

ازبکستان هېواد بیا ایران ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړې ده.

افغان لوبډلې درې ورځې وړاندې د قرغیزستان پر وړاندې ۲-۰ بریا خپله کړې وه.

د مرکزي اسیا سیالۍ چې د شپږو هېوادونو ترمنځ پیل شوي، د روانې اکست میاشتې په ۲۴مه نېټه به یې پایلوبه ترسره شي.