ایران کې د پاکستاني زیارت کوونکو د بس چپه کېدو پېښه؛ لږترلږه ۲۸ کسان وژل شوي او ۲۳ ټپیان دي

د ایران په یزد کې د اربعین مراسمو لپاره د پاکستاني زیارت کوونکو د بس موټر چپه کېدو پېښې له سیمې یو انځور

د ایران په یزد ولایت کې د اربعین د مراسمو لپاره د پاکستاني زیارت کوونکو د یو بس د چپه کېدو پېښه کې لږترلږه ۲۸ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

د ازادی راډیو فردا څانګې د یزد ولایت د بحرانونو د مدیریت د مشر محمد علي ملک‌زاده له قوله ویلي چې په دې پېښه کې د ۱۴ ټپیانو حالت نازک دی.

د ایران خبري اژانسونو هم د یزد ولایت د بېړنیو مرستو د چارواکو په حواله ویلي چې دغه بس د سه‌شنبې په ورځ د اګست شلمه د ماخوستن نژدې لس بجې د تفت ښار د ده شیر د پولیسو د یوه مرکز مخې ته چپه شو او اور یې واخیست.

د راپورونو له مخې په دغه بس کې له ۵۱ تر ۵۳ پورې پاکستاني مسافر سپاره وو چې د ایران له ختیځې پولې سیستان بلوچستان څخه د خوزستان د چزابې سیمې ته روان وو.

د يزد ولايت د بېړنيو خدمتونو د مسوول په وينا، په وژل شويو کسانو کې ۱۱ ښځې او ۱۷ تنه نارينه شامل دي.

د ایران ایسنا خبري اژانس لیکلی چې په ابر کوه سیمه کې د خاتم الانبیاء روغتون په تفت کې د شهید بهشتي روغتون او په یزد کې د شهید رهنمون روغتون د زخمیانو د درملنې لپاره چمتو دي.

د بریک په سیستم کې تخنیکي ستونزه د موټر چلوونکي له لارې سره نابلدي او د موټر خرابوالی د دغې پېښې لاملونه بلل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس دا هم لیکلي چې پاکستاني رسنیو د یوه ځايي شیعه مشر قمر عباس په حواله د وژل شویو شمېر ۳۵ کسان ښودلی دی.

د دغه رپوټ له مخې د دغه بس مسافر د پاکستان د سند ایالت د لڑکانه ښار شیعه ګان وو.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په ايران کې د پاکستاني زيارت کوونکو د وژل کېدو له کبله خواشيني ښودلې او د بهرنيو چارو وزارت ته يې لارښوونه کړې چې مړې پاکستان ته واستوي او له ټپيانو سره په وخت مرسته وکړي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري

د اسوشېټېډپرېس د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم د دغې پېښې په غبرګون کې د وژل شویو له کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ د هغه شیعه زیارت کوونکو چې د بس د چپه کېدو پېښه کې مړه شوي، خواشیني څرګنده کړي ده.

د اربعین مراسم په وروستیو کلونو کې د د ایران د حکومت په تبلیغاتو سره په عراق ستر مذهبي مراسم ګرځېدلي دي.

په همدې مناسبت د عراق په کربلا ښار کې په میلیونونو شیعه‌ګان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راټولېږي او ماتم کوي چې له ډېرې ګڼې ګوڼې سره مله مراسم وي.