اوتونبایووا: د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د بشري حقونو د تامین او ملاتړ اصلي دنده لري

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایووا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او د یوناما مشره روزا اوتونبایووا وايي، هغه هېوادونه چې د ملګرو ملتونو غړي دي، د بشري حقونو د تامین او د خلکو د حقونو په ګډون د بشري حقونو په ځانګړي ډول له مذهبي اقلیتونو د ملاتړ اصلي دنده لري.

اوتونبایووا نن چهارشنبه د اسد ۳۱مه په یوه بیان کې زیاته کړې چې دوی د طالبانو حکومت ته د دې پیغام رسولو ته دوام ورکوي.

مېرمن اوتونبایووا دا څرګندونې د تروریزم د قربانیانو او د مذهب یا عقیدې پر بنسټ د تاوتریخوالو د قربانیانو د یاد د نړیوالو ورځو په مناسبت کړي دي.

نوموړې همداراز زیاته کړه چې په دې ورځو د هغو افغان یاد تازه کوي چې په لسیزو جګړو کې یې خپل، خپلوان له لاسه ورکړي دي.

ملګري ملتونه د اګست ۲۱مه د ترهګرۍ د قربانیانو او د اګست ۲۲مه د مذهب یا عقیدې پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو د یاد د نړیوالو ورځو په توګه نمانځي.

د مېرمن اوتونبایووا په وینا: "ملګري ملتونه د دې ورځو په مناسبت د سولې د تامین لپاره د خبرو او هڅو پر پیاوړتیا ټینګار کوي."