د ایران سپاه پاسداران: د حماس د سیاسي دفتر د وژل شوي مشر غچ اخیستنه ښايي نور وخت ونیسي

هنیه د روان کال د جولای په ۳۱مه د ایران د پلازمېنې تهران په شمال کې له خپل یوه ساتونکي سره هغه مهال ووژل شو چې نوموړی د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی و.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ویاند علي محمد نایني وايي، د حماس د سیاسي دفتر د وژل شوي مشر اسماعیل هنیه غچ اخیستنه ښايي نور وخت ونیسي.

هنیه د روان کال د جولای په ۳۱مه د ایران د پلازمېنې تهران په شمال کې له خپل یوه ساتونکي سره هغه مهال ووژل شو چې نوموړی د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی و.

ایراني چارواکو، اسراییل د دې پېښې مسوول بللی او ویلي یې دي چې دا کار به بې ځوابه پاتې نه شي.

نایني زیاته کړه چې د اسراییلو په وړاندې د هغه هېواد ځواب ښايي د تېرو عملیاتو تکرار نه وي.

د اپرېل په ۱۸مه په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د اسراییلو د برید په غبرګون کې چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک څو قوماندانان یې وژلي وو، ایران د اسراییلو په لور په سلګونو راکټونه او ډرون وتوغول چې ډېری یې اسراییلو او متحدینو ته یې له رسېدو مخکې له منځه یووړل شول.