ايران کې د پاکستاني زيارت کوونکو د بس چپه کېدو له امله ۲۸ کسان مړه شوي

ايران کې د بس چپه کېدو پېښه

یو بس چې پاکستاني زیارت کوونکي په‌کې وو، د ایران په مرکز کې اوښتی، چې په نتیجه کې یې ۲۸ کسان مړه شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د ایران دولتي رسنۍ خبر ورکوي چې دا پېښه تېره شپه ناوخته په یزد ولایت کې وشوه او د ایران د ترافیک پولیسو د لومړنیو څېړنو له‌مخې، علت یې د بس د بریک په سیسټم کې تخنیکي ستونزه وه.

د یزد د بېړنیو چارو ادارې مشر دولتي ټلوېزیون ته وویل چې، په پېښه کې ۱۱ ښځې او ۱۷ نارینه مړه شوي او د اووه تنو ټپیانو حالت نازک دی.

د خبر له‌مخې د پېښې قربانیان هغه شیعه زیارت کوونکي دي چې د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره د عراق کربلا ښار ته روان وو.

میلیونونه شیعه زیارت کوونکي هرکال په دې مراسمو کې ګډون کوي.