طالبانو افغانستان ته د ملګروملتونو د ځانګړي راپورتر پر سفر بنديز لګولی

ريچارد بېنيټ

د طالبانو حکومت افغانستان ته د ملګروملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیټ پر سفر بندیز لګولی دی.

د افغانستان یوه خصوصي تلوېزیون طلوع نیوز د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په حواله نن ماښام ناوخته دغه خبر خپور کړی دی.

طالبانو ښاغلی بېنیټ د افغانستان په اړه په تبلیغاتو تورن کړی او پر هغه د بندیز لامل یې هم همدا مسئله یاده کړې ده.

بېنیټ د ۲۰۲۲ کال د مې په لومړۍ نېټه د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو د ځانګړي راپورتر په توګه وټاکل شو.

هغه د خپل ماموریت له پیل راهیسې څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي او هر ځل یې د طالبانو حکومت د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په نقض تورن کړی دی.

بېنیټ د طالبانو حکومت په جنسیتي توپير پالنه هم تورن کړی او طالبانو هر ځل د هغه د راپور موندنې رد کړي دي.

په نیویارک کې د ملګروملتونو د دفتر ویاند ستیفان دوجاریک په‌دې اړه راپورونه نه رد او نه تایید کړل خو ویې ویل چې، ښاغلی بېنیټ د نړیوالو بشري حقونو په ټینګښت کې مهم رول لري او ملګري ملتونه له هغه سره پوره همکاري کوي.