د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
دې ریاست نن سې شنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ٬ ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان٬ کابل، لوګر٬ میدان وردک، پکتیا٬ پکتیکا او خوست ولایتونو کې سبا چهارشنبې د شدیدو بارانونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
په مختلفو سیمو کې د ورښتونو اندازه د ۵۰ نه تر ۹۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې په تېرو دوو ورځو کې د غزني، پکتیکا، پکتیا، زابل او میدان وردک ولایتونو په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه رسولي او له امله یې په ځینو سیمو کې لارې بندې شوي دي.