فلیپین وايي، د متحدوایالتونو هغه غوښتنه یې منلې ده چې وايي، محدود شمېر افغان کډوالو ته چې امریکا ته د تلو هیله لري، په موقتي ډول ځای ورکړي.
دا افغانان به چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه وتلي، تر هغه مهال په فیلیپین کې دېره وي چې په امریکا کې د استوګنې د غوښتنلیکونو پړاوونه یې بشپړېږي.
د فیلیپین د بهرنیو اړیکو د ادارې ویاندې تېري سیتا دازا نن وویل د شوې موافقې له مخې د امریکا حکومت به په په دې هېواد کې د افغان کډوالو د استوګنې، خوړو، دارو درملو، امنیت او ټرانسپورټ لګښتونه ورکوي.
ویاندې زیاته کړه چې فیلیپین دې کسانو ته تر ۵۹ ورځو پورې په دې هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړې ده.
د فیلیپین د بهرنیو اړیکو د ادارې ویاندې ونه ویل چې په کوم شمېر افغانان به په فیلیپین کې اوسي خو له دې مخکې ویل شوي وو چې متحدوایالتونو په جنوب ختیځه آسیا کې له خپل دې متحد هېواد څخه د لږترلږه پنځوس زره افغانانو د کوربهتوب غوښتنه کړې ده.