طالبانو د ږیرو نه پرېښودلو په تور له خپلو لیکو لسګونه کسان ایستلي

په افغانستان کې وسله‌وال طالبان

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له ۲۸۰ ډېر کسان له دې کبله د امنیتي ځواکونو له لیکو ایستلي چې ږیره یې نه ده پریښې او زیاتوي چې په تېر یو کال کې یې له ۱۳زرو ډېر کسان د "بداخلاقۍ" په تور نیولي دي.

رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې وايي چې دې وزارت په خپل یو کلن راپور کې پرته له دې چې د نیول شویو کسانو د جرمونو څرنګوالی روښانه کړي، ویلي چې د دوی څه باندې نیمايي له ۲۴ ساعتونو په لږ وخت کې بېرته خوشې شوي دي.

رویټرز لیکي چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پلان او قوانینو رییس محب‌الله مخلص په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د طالبانو چارواکو په تېر یوه کال کې د موسیقۍ ۲۱۳۲۸ آلې ماتې کړي او زرګونه کمپیوټر کاران یې خلکو ته په بازار کې د "غیراخلاقي" فلمونو له پلورو منع کړې دي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د پرځېدلي جمهوري نظام د ښځو د چارو په وزارت کې خپل دفتر پرانیست، په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو سره د ناوړه چلند په خاطر د بشري حقونو د نړیوالو او کورنیو ډلو تر پرله‌پسې نیوکو لاندې دی.