د جرمني محکمې په دوهمه نړيواله جګړه کې د مجرمې پېژندل شوې مېرمنې د استناف غوښتنه رد کړه

GERMANY-NAZI/TRIAL

د جرمني یوې محکمې د ۹۹ کلنې مېرمنې ایرمګارد فورښنر د استیناف غوښتنه رد کړه، چې د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د نازي جرمني د انسانانو د راټولېدنې په کمپ کې د څه باندې ۱۰ زره کسانو په وژنه کې د مرستندویې په توګه د ونډې لرلو له امله مجرمه پېژندل شوې ده.

ایرمګارد فورښنر چې د سټوټوف (Stutthof) په نوم د کمپ د قوماندان سکرتره وه، د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د جرمني د شمال یوې دولتي محکمې له‌خوا د تعلیقي بند په سزا محکومه شوې وه.

نوموړې د هغې ډلې په غړیتوب تورنه ده چې، د پولنډ اوسني ګدانسک ښار ته نژدې یې د تجمع کمپ چارې سمبالولې.

مېرمن فورښنر د ۱۰۵۰۵ کسانو په وژنه کې د مرستې او د عمدي قتل په پنځو مواردو کې مجرمه پېژندل شوې ده.