زیلینسکي: نه‌غواړو د روسيې خاوره اشغال کړو

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وايي، اوکراین نه‌غواړي د روسیې خاوره اشغال کړي، سره له‌دې چې اوکرایني ځواکونه د روسیې په سرحدي سیمه کورسک کې حضور لري او سلګونه کیلومتره خاوره یې په ولکه کې ده.

اوکرایني چارواکي وایي چې، د دې اقدام هدف د روسیې د خاورې اشغال نه، بلکې د یوې حایل سیمې رامنځته کول دي.

ولسمشر زیلینسکي پرون (د اګست ۱۹مه) وویل چې اوکرایني ځواکونو په کورسک سیمه کې ۹۲ کلي نیولي او څه باندې ۱۲۵۰ کیلومتر مربع ساحه یې په ولکه کې ده.

زیلینسکي زیاته کړه چې، اوکرایني ځواکونه په کورسک کې د عملیاتو پلان ته دوام ورکوي.

مسکو هم تایید کړې چې اوکراین په کورسک کې د سیم سیند پر سر درېیم مهم پُل ویجاړ کړی دی.

په عین حال کې، د زیلینسکي یو سلاکار میخایلو پودولیاک د ازادي راډیو د روانو چارو څانګې ته وویل چې، اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل برعکس، په کورسک کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره عملیات کوي.

د روسیې په خاوره کې دننه د اوکراین د پوځ عملیات نژدې دوه اوونۍ مخکې پیل شول او لا هم دوام لري.