د طالبانو حکومت د روغتيا وزارت د "بيزو تڼاکې" د مخنيوي پر لارو چارو غونډه کړې

د بيزو تڼاکو د يو ناروغ د لاسونو انځور

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت په افغانستان کې د بیزو تڼاکې په نوم د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د تدابیرو په اړه بحث کړی دی.

باختر اژانس چې طالبان یې اداره کوي خبر ورکوي چې، د روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي له چارواکو سره په یوه غونډه کې د دې ناروغۍ د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د راپور له‌مخې، تر اوسه په افغانستان کې د بیزو تڼاکې د ناروغۍ کومه پېښه نه‌ده ثبت شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان "WHO" د زمري په ۲۵مه د دې ناروغۍ د سرایت له کبله د افریقا په ځینو برخو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

همدارنګه، اسیا او اروپا ته د دې ناروغۍ د خپرېدو خبر هم ورکړل شوی.

د بیزو کوڅوک یا د بیزو تڼاکې د ناروغ انسان سره د جنسي اړیکې، د پوستکي، خبرو او تنفس په څېر د تماس له بېلابېلو لارو انتقالېږي.

دا ناروغي چې زکام او جلدي کوڅوک ته ورته نښې لري، د مرګ سبب هم کېدای شي او په هر سلو کې یو ناروغ وژلی شي.

د بیزو تڼاکې د واکسین په وسیله وقایه کېدای شي.