د طالبانو حکومت له افغانستانه د پېښ امنيتي ګواښ په اړه د اصف دراني څرګندونې رد کړې

د طالبانو د حکومت بيرغ

د طالبانو حکومت د افغانستان لپاره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي اصف دراني هغه څرګندونې رد کړي دي چې وايي، ترهګرې ډلې ښايي د افغانستان له خاورې یوبل لوی برید وکړي.

ښاغلي دراني څو ورځې مخکې په یو بحث کې ویلي و، د افغانستان وضعیت هومره کړکېچن دی چې ښايي له‌دې هېواده پر متحده‌ایالتونو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې حملې ته ورته حمله وشي.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې، د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه د دراني څرګندونې منحرفوونکې دي او د افغانستان له وضعیت سره سمون نه‌لري.

ښاغلی ضیا احمد وايي، د طالبانو حکومت په افغانستان کې داعش ډله ځپلې ده، خو دی زیاتوي چې که له ډیورنډ کرښې هاخوا د داعش پټن‌ځایونه له‌منځه ولاړ شي، نو د دې ډلې له‌خوا پېښ ګواښونه به هم په بشپړ ډول له‌منځه ولاړ شي.

ضیا احمد وايي، هغه اندېښنې چې دراني د افغانستان په اړه څرګندې کړي تر ډېره په پاکستان پورې اړه لري.

د طالبانو د حکومت او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې اوس په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو له کبله ترینګلي شوي دي.

ښاغلی ضیا احمد وايي، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ مسئله ده او اسلام‌اباد باید د خپلو امنیتي ناکامیو پړه د نورو غاړې ته وانه چوي.