د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ وویل چې ډیموکراسي باید وساتل شي.
۸۱ کلن بایډن، چې بېګا د امریکا د ډيموکراټ ګوند په ملي مجمع کې وینا کوله، له تود هرکلي سره مخ شو.
د ډيموکراټانو دا لویه غونډه په شیکاګو کې پیل شوې.
د غونډې پر مهال د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ډيموکراټ ګوند نوماندې کامالا هریس وویل، چې ډيموکراټان باید تل د جو بایډن منندوی پاتې شي.
تمه ده چې د ډيموکراټانو په ملي غونډه کې کامالا هریس په رسمي توګه د دغه ګوند لهخوا ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندیده شي.
بایډن چې له کاندیداتورۍ تېر شو، خپله مرستیاله کامالا هریس یې معرفي کړه.