امريکا: ايران د ډونالډ ټرمپ او کامالا هريس د ټاکنيز کمپاين د پاڼو ځينې برخې هک کړي

ارشيف

امریکا متحده‌ایالتونو په انتخاباتي کمپاینونو باندې د سایبري یا انټرنيټي بریدونو مسوولیت پر ایران ور اچولی دی.

د امریکا متحده‌ایالتونو اطلاعاتي سرویسونو ویلي چې، د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو ټاکنیز کمپاینونه هدف ګرځولي او دا د ایران د یوې لا پراخې مداخلې برخه ده.

ايف‌بي‌ای او څو نورو اژانسونو پرون په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، ایران د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د جمهوري غوښتونکو د کاندید ډونالډ ټرمپ او د ډموکراټ ګوند د کاندیدې کامالا هريس د پاڼو د هک کولو په هڅه کې دي او د هغوی ځینې برخې یې هک کړې وې.

شاوخوا لس ورځې مخکې د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین ځینې پاڼې هک شوې چې ویل کېږي ایران په‌کې لاس لري.