يونېسف: روان کال له ۲۳ ميليون ډېرو افغانانو د بشري مرستو غوښتنه کړې

انځور - ارشيف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په یوه تازه راپور کې ویلي، په روان ۲۰۲۴م کال کې ۲۳،۷ میلیون افغانانو چې ۱۲،۳ میلیون ماشومان هم په‌کې دي، د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

په راپور کې راغلي، یونېسف د سږني کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۲،۸ میلیون ماشومانو او د هغو له کورنیو سره مرسته کړې او په‌دې لړ کې د دې سازمان د رواني روغتیا او د ټولنیز رواني ملاتړ له خدماتو څخه ۲۶ سلنه ښځو هم ګټه اخیستې ده.

په راپور کې د روان کال په مې میاشت کې د بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو په ۲۱ ولسوالیو کې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د زیانونو یادونه شوې او وايي، دا سږ کال په افغانستان کې تر ټولو زیات ورانوونکي او خونړي سېلابونه وو چې په ترڅ کې یې۱۸۰ کسان مړه او ۲۸۰ نور ټپیان شول.

یونېسف وايي چې د سږني کال په لومړۍ نيمايي کې یې نژدې څلور نیم لکه کسانو ته د څښاک پاکې اوبه، ۲۷۰زره کسانو ته یې د حفظ الصحې خدمات او له نیم میلیون ډېرو کسانو ته د روغتیايي خوندیتوب پیغامونه رسولي دي.