د لوګر له مس عینک سیمې څخه لسګونه لرغوني اثار د افغانستان ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.
باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې ادارې د رییس ذبیحالله سادات له قوله خبر ورکړ چې، نوموړی وايي له مس عینک کان څخه ترلاسه شوي ۱۱۶ تاریخي اثار له مقدماتي پاکولو، عکاسۍ او ثبت وروسته ملي موزیم ته وسپارل شول.
خبر زیاتوي چې د کودوړو (سفالي لوښو) پهدې لرغونو اثارو کې تېلي څراغونه او د سپڼسیو څرخني شامل دي.
په مس عینک کې د کان د کېندنو لومړنۍ چارې د روان کال د زمري میاشتې په لومړیو کې د چینايي شرکت ايمسيسي لهخوا پیل شوې.
د دې کان د استخراج تړون په ۲۰۰۸ کال کې د حامدکرزي د ولسمشرۍ پرمهال لاسلیک شوی و، خو عملي چارې یې د دې کان په ساحه کې د یوه لرغوني ښارګوټي د موندلو له کبله له ځنډ سره مخامخ شوې.