پاکستاني سوداګر: وسله‌والې ډلې راڅخه هره مياشت ميليونونه روپۍ باج اخلي

د ټي‌ټي‌پي جنګيالي - ارشيف

پاکستاني سوداګر وايي چې، وسله‌والې ډلې هره میاشت له دوی څخه میلیونونه روپۍ د چندې په نوم باج اخلي.

د خیبرپښتونخوا ایالت د سوداګرو د ټولنې مشر مجیب‌الرحمان د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، داسې سوداګر به نه وي چې پاکستاني طالبانو به هغو ته د پيسو د ترلاسه کولو لپاره ټليفون نه وي کړی.

نوموړی زیاتوي چې په خیبرپښتونخوا کې زرګونه کارخونې د وسله‌والو د قلنګ او ناامنیو له کبله یا بندې شوي او یا پنجاب ته لېږدول شوې دي.

د هغه په وینا ډېری سوداګر په‌دې اړه غږ نه اوچتوي، ځکه خپل ژوند ته خطر احساسوي او ټول هڅه کوي چې د پیسو په ورکولو سره خپل ژوند و‎ژغوري.

نامتو سوداګر او د خیبرپښتونخوا د ایالتي پارلمان غړي عمران جهانګیر اعوان ویلي دي، پاکستاني طالبانو له ده څخه د چندې په نوم د یو میلیون روپیو غوښتنه کړې او ده پولیسو ته هم په‌دې اړه خبر ورکړی دی.

د خیبرپښتوخوا د تروریزم ضد پولیسو د معلوماتو له‌مخې چې مشال راډیو ته رسېدلي دي ښېي چې، په تېر ۲۰۲۳ کال کې له وسله‌والو سره د مالي مرستې یا باج اخیستو ۲۷۹ قضیې ثبت شوې دي.