خيبر پښتوخوا کې د نښتې پر مهال پنځه وسله‌وال او درې پاکستاني پوځيان وژل شوي

له ارشيفه د پاکستاني پوځيانو يو انځور

د پاکستان پوځ د خیبرپښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پنځو وسله‌والو د وژلو خبر ورکوي.

پوځ په یوه بیان کې دا وسله‌وال خوارج بللي دي، هغه اصطلاح چې پوځ یې د پاکستاني طالبانو تحریک یا TTP ته کاروي او وايي چې، دوی غوښتل په پټه له افغانستان څخه دې سیمې ته ننوځي.

په بیان کې راغلي دي، درې تنه پاکستاني پوځیان هم له‌دې وسله‌والو سره په نښته کې وژل شوي دي.

پاکستاني طالبانو د دې خبر تر خپرېدو پورې د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

پاکستاني چارواکو بیا بیا د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې په خپلو سیمو کې امنیت ټینګ کړي.

دوی پر کابل تور لګوي چې د هغو وسله‌والو پر تګ راتګ سترګې پټوي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې فعال دي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې پاکستان باید د خپلو نیمګړتیاو او ناکامیو پړه پر افغانستان وانه چوي.

په پاکستان کې د تشدد پېښې په وروستیو کلونو کې ډېرې شوي چې د ډېری دې پېښو پړه پر پاکستاني طالبانو اچول کېږي.