اوکراین د روسیې په کورسک کې درېیم ستراتیژيک پل هم ونړاوه

په کورسک کې درېیم نړېدلی پل

اوکراین د روسیې په کورسک سیمه کې درېیم ستراتیژيک پل هم ونړاوه.

د روسیې څېړندویې کمېټې په خپل ټلګرام چینل کې تایید کړې چې په سیم رود باندې درېیم پل هم د اوکراییني ځواکونو د راکټي برید په نتیجه کې تخریب شوی دی.

تر دې یوه ورځ مخکې د اوکراین په راکټي برید کې د سیم پر سر د یوه بل پله د ویجاړېدو خبر هم ورکړل شوی و.

دا درېیم پل دی چې په کورسک سیمه کې د اوکراین په بریدونو کې نړول کېږي.

اوکرایني ځواکونو ویلي چې د روسیې د لوجستیکي تمویل مخه یې ډب کړې ده.

روسي چارواکو تور لګولی چې اوکراین له خوا ورکړل شوي توغندي په دوی کارولي.

اخوا بیا روسیې پر ختیځ اوکراین خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د تازه راپورونو په اساس د دوشنبې په ورځ یې په دونتسک سیمه کې د زالزین کلی نیولی دی.