نن د اګست ۱۹مه د بشرپالنې نړیواله ورځ ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ یا "یواینایچسيآر" په دې مناسبت په خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د وسلهوالو شخړو تلفات وحشتناکه دي.
دې ادارې د بشرپالنې نړیوالې ورځې په مناسبت پر ملکیانو، مرستندویانو او اړینو تاسیساتو د بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د دې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا راتوت په یوه بیان کې ویلي: "افغانستان د بشري مرستندویانو د فعالیتونو لپاره یو له خطرناکو ساحو دی، که څه هم ۲۰۲۱م کال جګړه پای ته ورسېده محدودونکو اقداماتو په عامه ژوند کې د افغان ښځو او نجونو ګډون کم کړ چې دې چارې نوې ننګونې رامنځته کړې."
ملګرو ملتونو په ۲۰۰۹م کال کې د اګست ۱۹مه د بشرپالنې نړیواله ورځ یاده کړه او د هغو بشرپالانو او مرستندویانو یاد نمانځي چې د بشري مرستو او کار پر مهال وژل شوي دي.
دا پنځه کاله وروسته له هغه وو چې د ۲۰۰۳م کال د اګست په ۱۹مه د بغداد په کانال هوټل په یوه بمي برید سره لږ تر لږه ۲۲ بشرپاله مرستندویان او د عراق لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی سرجیو وییرا دې مېلو ووژل شول.