د امریکا د ډیموکرات ګوند څلور ورځنۍ ملي کنګره نن دوشنبه په شیکاګو کې پیلېږي.
په دغې کنګره کې به د یاد ګوند سیاستوال او فعالان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کمالا هارېس نوماندي تایید کړي.
کمالا هارېس چې د اوسني ولسمشر جوبایډن مرستیاله ده، وروسته له هغه د ډیموکرات ګوند نومانده شوه چې بایډن تېره میاشت ولسمشریزو ټاکنو ته له کاندیداتورۍ لاس په سر شو.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې د ډيموکراتانو ملي کنګرې ته به نن دوشنبه جوبایډن وینا کوي او په نورو ویناوالو کې يې د پخواني ولسمشر بارک اوباما نوم هم شامل دی.
د کنګرې بحثونه به د امریکا پر کورنیو مسئلو ور ټول وي، خو لوېدیځ اژانسونه وایي چې د غزې جګړه او په اړه د فعالانو پلان شوې مظاهرې به پر کنګرې سیوری وغوړوي.
ټاکل شوې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې نومبر میاشتې په پنځمه نېټه ترسره شي.