اوکراین د روسیې په کورسک کې یو پل ویجاړ کړی

په کورسک کې د ویجاړ شوي پل انځور

اوکراین اعلان کړی چې د روسیې په کورسک سیمه کې یو پٌل هدف ګرځولی دی.

د اوکراین د هوايي ځواکونو قومندان میکولا اولشوک د یکشنبې په ورځ په خپل ټیلیګرام چینل کې ادعا کړې چې په یوه هوايي برید سره یې د کورسک په سیمه کې یو پل ویجاړ کړی او دا چاره به د روسیې لوجستیکي توان لا پسې کمزوری کړي.

دا دویم پل دی چې په یاده سیمه کې د اوکرایین له‌خوا ویجاړېږي.

مسکو لا د دې برید او د پله د ویجاړېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د روسیې پوځي بلاګرانو د کورسک په سیمه کې په یوه رود باندې د یوه مهم پله د ویجاړېدو انځور خپور کړی و.

تېره جمعه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اوکراین تورن کړ چې د کورسک په ګلوشکوف سیمه کې یې د یوه مهم پله د ویجاړولو لپاره د اوږده واټن ویشتونکي امریکايي راکټونو کارولي او په دې سره یې هغه داوطلبان هم وژلي چې له دې سیمې یې د ملکیانو د ایستلو لپاره هڅې کولې.