پاکستان کې د یوه پخواني افغان پوځي وژل کېدل؛ جنرال سادات: برات خان طالبانو وژلی او غچ یې اخلم

ارشیف

د جنوبي پښتونخوا په لورلايي کې د برات خان باختر په نوم یو پخوانی افغان پوځي د نامعلومو کسانو له‌خوا په ډزو سره وژل شوی دی.

برات خان باختر د جمهوري نظام پر مهال د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ امنیه قومندان و.

د افغانستان د ړنګې شوې اردو یوه جګپوړي قومندان جنرال سمیع سادات په خپله ایکسپاڼه باندې لیکلي چې قومندان برات د طالبانو له‌خوا وژل شوی دی.

سمیع سادات چې د طالبانو د یوې مخالفې ډلې د افغانستان متحدې جبهې مشري هم کوي زیاته کړې چې د دغه وژل شوي افغان پوځي غچ به واخلي.

سمیع سادات د پاکستان له حکومت هم غوښتي چې د پخوانیو افغان پوځیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

د راپورونو له مخې قومندان برات د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلۍ کورنۍ سره یوځای پاکستان ته کډه شوی و او هلته یې د بلوچستان په لورلايي سیمه کې د سبزیو په مارکېټ کې دوکانداري کوله.

د برات خان باختر په نوم د دغه پخواني افغان پوځي د وژنې پړه لا چا په غاړه نه ده اخیستې.

طالبانو لا د دې قضیې په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې د دوی حکومت د ملګرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو له‌خوا تورن شوی چې سلګونه پخواني افغان پوځیان یې وژلي، شکنجه کړي او بندیان کړي.