په افغانستان کې له پوهنتوني زده‌کړو محرومې ۲۰ تنه افغان محصلانې سکاټلنډ ته ځي

ارشیف: طالبانو د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې وتړلې او په دې سره لکونه نجونې له لوړو زده‌کړو محرومې یا یې لوړې زده کړې نیمګړې پاتې شوې.

د طب په برخه کې شل تنه افغان محصلانې دا اوونۍ سکاټلنډ ته ځي څو هلته خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

دا نجونې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له زده‌کړو محرومې شوې وې په میاشتو میاشتو یې په پاکستان کې د بریتانیا د ویزې انتظار کاوه.

بلاخره د یکشنبې په ورځ برتانوي رسنیو له هغې ډلې سنډې ټایمز راپور ورکړ چې دغو نجونو ویزې ترلاسه کړي او تمه ده دا اوونۍ سکاټلنډ ته سفر وکړي.

طالبانو د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې وتړلې او په دې سره لکونه نجونې له لوړو زده‌کړو محرومې یا یې لوړې زده کړې نیمګړې پاتې شوې.