د طالبانو حکومت د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵مه کلیزه ونمانځله

د افغانستان پخوانی پاچا امان‌الله خان، چې په ۱۹۹۸ کې یې له پخواني برېتانیا څخه د خپل هېواد ازادي ترلاسه کړه.

نن د زمري یا اسد ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ګټلو له ۱۰۵مې کلیزې سره برابر ده.

د پخواني افغان پاچا امان‌الله خان په مشرۍ افغانستان د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ مه چې د ۱۹۱۹ د اګست له ۱۹ مې سره سمون خوري، له بریتانیا سره د یوې معاهدې پر بنست خپلواکي اعلان کړه.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم دغه ورځ د یو لړ مراسمو په جوړولو سره ونمانځله.

نن په کابل کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو تلوېزیون په ژونده بڼه خپروله د طالبانو د حکومت لوړپوړو چارواکو د دې ورځ په مناسبت افغانانو ته مبارکي وویله.

غونډې ته د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب وویل چې نړۍ سره په متقابل درناوي ولاړې او ټینګې اړیکي غواړي، خو هیڅکله به فشارونو ته تسلیم نه شي.

د ملا یعقوب په خبره، دوی به هیڅکله اجازه ورنه‌کړي چې داعش او نورې ورانکارې ډلې په افغانستان کې ګډوډۍ رامنځته کړي.

هغه وايي: "که داعش دي او که نور باغیان دي، هغوی باید دا خبره په زغرده واوري چې په هېڅ قیمت موږ د چا زور ته نه یو تسلیم شوي، که هغه په هر نامه وي، موږ په دې خاوره کې اسلامي نظام حاکم کړی، تر مرګه او اخري سلګۍ به یې دفاع کوو."

د طالبانو د حکومت دغه لوړپوړی چارواکی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې وړاندې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه اندېښې ښودلې دي.