غزه کې د اوربند ټینګېدو هڅې؛ بلېنکن اسراییل ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

په داسې حال کې چې واشنګټن په غزه کې د اوربند د رامنځته کولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړي، ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن یکشنبه د اګست په ۱۸مه اسراییل ته سفر وکړي.

امریکا هڅه کوي چې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ لس میاشتنۍ جګړه پای ته ورسوي.

د امریکا متحده‌ایالات او اروپايي ټولنه حماس ډله د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

سیمې ته د بلېنکن سفر په غزه کې د روانې جګړې په اړه د امریکا د متحده‌ایالتونو له وړاندیزونو وروسته کېږي.

د امریکا، قطر او مصر منځګړي وايي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره به یې وړاندیزونه د دواړو خواوو ترمنځ اختلافونه کم کړي دي.

که څه هم امریکايي چارواکو یوه توافق ته د رسېدو په اړه خوشبیني ښودلې، خو ویلي یې دي چې لا هم په دې برخه کې ډېر کار پاتی دی.