د افغانستان د خپلواکۍ جبهې په کابل کې د څلورو طالب‌ وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت

د طالبانو یوې مخالفې ډلې د افغانستان د خپلواکۍ جبهې ادعا کړې چې تېر ماښام یې د کابل په څلورمه امنیتي حوزه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر وسله‌والو حمله کړې چې په نتیجه کې یې څلور طالبان وژل شوي او بل تن ټپي شوی دی.

د زادۍ جبهې پر خپله ایکس پاڼه ظاهراً د دې حملې ویډیو هم خپره کړې ده.

دغه ادعا په بې پرې ډول تایید شوې نه ده.