د روسیې د ناڅاپي حملې پر مهال د یوه سرتېري د سر غوڅېدل؛ اوکراین یې په اړه څېړنې پیل کړي

په هغه ویډیو کې چې وړمه ورځ پر ټولنیزو شبکو لاس په لاس کېږي، ښکاري چې د روسیې یو سرتېری د یوه پرې شوي تر څنګ ولاړ دی او ادعا کېږي چې دغه سر د یوه اوکرایني سرتېري دی.

د اوکراین لویه څارنوالي وايي، د هغې قضیې په باب یې څېړنې پیل کړي چې ادعا کېږي د اوکراین له یوه سرتېري پر روسیې د ناڅاپي حملې پر مهال سر غوڅ کړای شوی دی.

په هغه ویډیو کې چې وړمه ورځ پر ټولنیزو شبکو لاس په لاس کېږي، ښکاري چې د روسیې یو سرتېری د یوه پرې شوي تر څنګ ولاړ دی او ادعا کېږي چې دغه سر د یوه اوکرایني سرتېري دی.

د ډیپ سټېټ په نوم د ټیلیګرام په چنل کې دغه روسی سرتېری د روسیې د سمندري لېوا غړی بلل شوی دی چې د بلګرود سیمې کولوتیلوفکا پوستې ته څېرمه ګمارل شوی دی.

د ټیلیګرام د دې چنل په وینا، اوکرایني ځواکونه تېره دوشنبه په دې سیمه کې په جګړه بوخت وو.

دا لومړی وار نه دی چې روسي ځواکونه د اوکراین په ۳۰ میاشتنۍ جګړه کې داسې یوه ویډیو خپروي.