د ریښتر په مقیاس اووه درجې زلزلې د روسیې شمال ختیځ ساحل لړزولی

د امریکا د جیولوژيکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې د زلزلې مرکز د پیتروپاولوسک کامچاڅکي د ختیځ په ۱۰۳ کیلومترۍ کې و.

نن سهار وختي د ریښتر په مقیاس اووه درجې زلزلې د روسیې شمال ختیځ ساحل ولړزاوه.

د امریکا د جیولوژيکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې د زلزلې مرکز د پیتروپاولوسک کامچاڅکي د ختیځ په ۱۰۳ کیلومترۍ کې و.

په دغه ښار کې شاوخوا یولک او ۶۵زره کسان ژوند کوي.

د سي‌این‌این CNN د راپور له مخې د امریکا د څونامي توپان د خبرداري مرکز د روسیې په ختیځو سواحلو کې د څونامي توپان د خطر خبرداری ورکړی دی.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په باب څه نه دي ویل شوي.