د طالبانو حکومت: یوه ایراني پلاوی کابل ته سفر کړی

د ایران بیرغ

د طالبانو حکومت وايي چې د شنبې په ورځ د اګست ۱۷مه یوه ایراني پلاوی کابل ته سفر کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د شنبې په ورځ په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټوېټر کې لیکلي چې دغه شپږ کسه‌ییز ایرانی پلاوی چې مشري یې د هغه هېواد د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د ریاست مرستیال محمد زارعي کوي، ټاکل شوې چې په کابل کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو له سرپرست او د یو شمېر نورو وزارتونو له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

قانع د دغو غونډو د کره اجنډا او وخت په اړه معلومات نه دي ورکړي.

کابل ته د دغه ایراني پلاوي سفر په داسې حال کې شوی چې د ایرنا خبري اژانس په دې وروستیو کې د ایران د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې د کمېټې د مشر محمد رضا کاظمي له قوله ویلي، که څه هم د نړیوالو بنسټونو او سازمانونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی، خو په وینا یې حد اقل د مخدره موادو د تولید د کمېدو هېڅ شواهد نه‌شته.