د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن یکشنبه د اګست ۱۸مه د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

دغه ریاست د شنبې په ورځ د اګست ۱۷مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې نن په بدخشان، نورستان، پنجشېر، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا ولایتونو کې د سختو اورښتونو امکان شته او په غزني، زابل او کندهار کې به د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

دغه شان دغه رياست وايي، د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېديځو، سوېلي، ختيځو او مرکزي ولايتونو کې د بادونو سرعت په يو ساعت کې له ۵٠ څخه تر ٨٠ کيلومترو پورې اټکل شوى دى.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د اورښتونو، سختو توپانونو، سېلابونو او نورو وروستیو طبیعي پېښو په پایله کې سلګونه کسان وژل شوي او خلکو ته ډېر مالي زیانونه هم اوښتي دي.