د مصر ولسمشر: غزه کې روانه جګړه ټولې سيمې ته خطر پېښولی شي

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي نن شنبه ویلي، په غزه کې روانه جګړه ټولې سیمې ته د دوامدارې بې‌ثباتۍ خطر پېښولی شی.

السیسي ویلي چې، په غزه کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره باید له روانو مذاکرو د فوري حل‌لارې په توګه استفاده وشي.

د مصر ولسمشر د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر سټیفن سژورني سره تر کتنې وروسته دا څرګندونې کړې دي.

له تېر پنج‌شنبې په قطر کې د منځ‌ګړو ترمنځ په غزه کې د جګړې د ختمولو مذاکرې روانې دي، چې هدف یې د جګړې د لا پراخېدو مخنیوی او د یرغمل شویو خلاصون ښوول شوی دی.

د قطر، مصر او د امریکا د متحده‌ایالتونو ترمنځ دغه مذاکرې تېره جمعه وځنډول شوې، خو ټاکل شوې دا مذاکرې دا وار په مصر کې بیا پیل شي.