مس عینک لوبډلې د نهم پړاو شپږیزې په ترڅ کې خپله څلورمه لوبه هم وګټله

له ارشيفه د شپږيزې سيالۍ يو انځور

په‌دې لوبه کې بُست ټیم ۱۶۸ منډې هدف وټاکه، په ځواب کې مس عینک لوبډلې یوازې د دوو لوبغاړو په تاوان یاد هدف ته ځان ورساوه.

مس عینک د پنځو ټیمونو تر منځ د څلورو بریاو او اتو نمرو په لرلو په لومړي ځای کې دی.

د مس عینک ټیم لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ دی او ورسره با تجربه لوبغاړی محمد نبي هم په‌دې ټیم کې شته.

مس عینک په ګټه په نننۍ لوبه کې وفي‌الله تره خېل ۶۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

نوید عبید هم پنځوسیزه وهلې وه.

د بست ټيم په ګټه لومړۍ پاڼۍ کې درویش رسولي ۶۷ منډې کړې وې.