د ایران د ریل پټلۍ د ادارې چارواکو ادعا کړې چې د "افغانستان د رېل پټلۍ د کنسورسیوم" شرکت اړوندو کسانو د ایران د رېل پټلۍ په حریم برید کړی، کارکوونکي يې وهلي او د ایران د میوتک تمځای یې نیولی دی.
د ازادي راډیو فردا څانګې د راپور لهمخې، د ایران د ریل پټلۍ د ادارې په بیانیه کې راغلي چې، د افغانستان د ریل پلټۍ د کنسرسیوم د خصوصي شرکت کسانو د ایران د ریل پټلۍ په حریم کې په ناقانونه کړنو لاس پورې کړی.
وړاندې راغلي، دغو کسانو د ايران د اورګاډي د تخنيکي او امنيتي همکارانو له ممانعت وروسته د ايران د اورګاډي پرسونل وهلي ډبولي دي.
تر اوسه د طالبانو حکومت پهدې اړه څه نهدي ویلي.