مجاهد: د عربي اماراتو د دولت رييس ملا محمد حسن اخند ته په رغنيزو چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

د طالبانو حکومت رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، د متحده عرب اماراتو د دولت ريیس محمد بن زاید آل نهیان د دوی له ريیس الوزرا ملا محمدحسن اخند سره په کتنه کې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د همکارۍ داډ ورکړ.

ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه پر خپله ايکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې ملا حسن د صحي معایناتو لپاره متحده عرب اماراتو ته تللی دی.

مجاهد نه‌دي لیکلي چې اماراتو په مشخص ډول په کومو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

په خپله د متحده عرب اماراتو حکومت د دې کتنې په باب څه نه‌دي ویلي.

ملا حسن وړمه ورځ په کابل کې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د درېیمې کلیزې په مراسمو کې برخه نه درلوده.