په کونړ کې په دوو جلا پېښو کې د درېیو کسانو د مړینې او نهه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس مولوي نجیبالله حنیف باختر اژانس ته ویلي، تېره شپه د وټهپور ولسوالۍ په ګمبیر کې یوه کورنۍ مسمومه کړای شوې، چې له کبله یې درې ماشومان مړه شوي او پنځه نور کسان د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته رسول شوي دي.
د هغه په وینا ډاکټرانو د بسترو شویو کسانو حالت مخ په ښه کېدو ښودلی دی.
د طالبانو د دغه چارواکي په وینا، تر اوسه د مسمومېدو لامل نهدی معلوم.
بلخوا په یاد ولایت کې د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام ویلي، په چپې درې ولسوالۍ کې د یو کور چت پرېوتو له امله څلور تنه ټپیان شوي او یادې کورنۍ ته ګڼ مالي زیانونه اوښتې دي.