د روسيې ادعا: په کورسک سيمه کې د يو پُل ويجاړېدو کې له امريکايي توغنديو کار اخيستل شوی

روسيه کې د کورسک سيمه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ويانده وايي، اوکرایني ځواکونو د روسیې په کورسک سیمه کې د ګلوشکوف په نوم د یوه کلیدي پله د ویجاړولو لپاره په امریکا کې له جوړو شویو توغندیو کار اخیستی دی.

د ماریا زخارووا په وینا اوکراین د پله د ویجاړولو پر مهال هغه رضاکاران وژلي چې له سیمې یې د ملکیانو په ایستلو کې مرسته کوله.

د دغه پله د ویجاړولو خبر تېره جمعه ورکړل شوی و.

زخارووا پرون ناوخته په ټلېګرام کې لیکلي، چې کورسک سیمه د لومړي وار لپاره احتمالاً په هغو راکټ لانچرونو په نښه شوې، چې په غرب کې جوړ شوي دي، احتمالا په امریکایي هایمرس دستګاو.

د هغې دغه ادعا په بې پرې ډول تایید شوې نه‌ده.

کییف ادعا کړې چې د اګست له شپږمې یې چې د روسیې پر خاوره ناببره سرحدي تهاجم پیل کړی تر اوسه په کورسک سیمه کې ۸۲ استوګن‌ځایونه نیولي، چې چې ۱۱۵۰ کیلومترمربع ساحه کېږي.