د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لویه کمېشنري وايي، په لوګر کې به د یوه نوي جامع روغتیايي مرکز په جوړېدو سره نږدې ۱۰زره کورنۍ له غوره روغتیايي اسانتیاو برخمنې شي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې نن پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) خبر ورکړی، چې دغه روغتیايي مرکز په داسې سیمه کې جوړېږي، چې زیات بېځایه شوي او نوي راستانه شوي کسان پهکې دېره دي.
روغتیا نړیوال سازمان په تېره فبروري میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو، چې ۲۰۲۴م کال به د افغانستان روغتیايي سکټور ته له چلنجونو ډک وي.