پاکستان کې د بيزو تڼاکې ناروغۍ له امله د يو تن د مړينې خبر ورکړل شوی

د بيزو تڼاکې پر ناروغۍ اخته يو ناروغ

د پاکستان روغتیایي چارواکو د ایم پاکس یا د بیزو د کوڅک نومې ناروغۍ له امله د یوه تن د مړینې خبر ورکړ.

د خیبرپښتونخوا د روغتیایي چارو مسوول ارشاد روغاني پرون وویل چې، دا کس څلور دېرش کلن و او د خلیج له یوه هېواده پاکستان ته ستون شوی و.

په خیبرپښتونخوا کې دوه تنه نور هم په‌دې ناروغۍ اخته شوي دي او د پاکستان روغتیا وزارت پرون وویل چې، یو تن په اسلام‌اباد کې دې ناروغۍ نیولی دی چې هغه هم له یوه عربي هېواده پاکستان ته تللی دی.

وروسته تر دې چې د ایم پاکس ناروغۍ پېښې په منځنۍ او ختیځې افریقا کې زیاتې شوې، ملګروملتونو تېره اوونۍ په نړیواله کچه اندېښنه څرګنده کړه او د روغتیا نړیوال سازمان بېړنی حالت اعلان کړ.