د ګډو رزمي ورزشونو یا MMA افغان لوبغاړي عبدالکریم بدخشې تېره شپه د خپل تاجکستاني سیال ایتالله مومنوف پر وړاندې ماتې وخوړه.
پهدې لوبه کې چې د ACA د سازمان لهخوا د روسیې په پلازمېنه مسکو کې وشوه بدخشې په درې رونډونو کې د امتیازونو په حساب ماتې وخوړه.
کریم بدخشي، لهدې مخکې اووه لوبې کړې وې چې دوه یې بایللې وې، خو په اتمه سیالي کې یې دریمه ماتې هم وخوړه پهداسې حال کې چې مومنوف په بېګانۍ لوبه کې دیارلسمه پرلهپسې بریا په خپل نوم ثبت کړه.