اوکرايني چارواکو د روسيې په کورسک کې د پرمختګ د دوام خبر ورکړی

کورسک کې د جګړې يو انځور

د اوکراین یو جګپوړی پوځي قوماندان وايي چې، اوکرایني ځواکونه د روسیې په کورسک ښار کې پرمخګ ته دوام ورکوي.

ډګرجنرال اولیکساندر سیرسکي پرون (د زمري په ۲۶مه) له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په ویډیويي کنفرانس کې د څرګندونو پرمهال وویل، د اوکراین د پوځ یرغلیز ځواکونه جګړې ته دوام ورکوي او په ځینو استقامتونو کې یې د یوه او ۳ کیلومترو ترمنځ پرمختګ کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې په ټوله کې وضعیت د اوکرایني ځواکونو په اداره کې دی او ټول تدابیر له مخکېني پلان سره سم عملي کېږي.

جنرال سیرسکي د اوکراین د سرحد په شاوخوا ۱۱،۵ کیلومترۍ کې د کورسک په مالایا لوکنیا سیمه کې د نښتو خبر ورکړ.

دا ادعا د خپلواکو سرچینو له‌خوا نه‌ده تایید شوې.

همداراز کریملین پلوه رسنیو خبر ورکړی چې اوکرایني ځواکونو پرون په کورسک سیمه کې یو مهم پُل هم ویجاړ کړی دی.

د روسیې د ولسمشر همکار او د امنیت شورا مشر نیکولای پاتروشیف د تېرې پنج‌شنبې په ورځ ایزویستیا ورځپاڼې ته وویل چې، د اګست په شپږمه د روسیې پر لوېدیځه کورسک سیمه د اوکراین یرغل د ناټو په مرسته پلان شوی و.